کورپاڼه / بېلا بېل / د ښیښه یي لوښو د وینځلو ترټولو غوره طریقه

د ښیښه یي لوښو د وینځلو ترټولو غوره طریقه

په لومړیو وختونو کې به په هر کور کې مسین لوښي استعمالېده او په جهیز کې به هم یادو لوښو ډېر ارزښت درلوده. خو په اوسني وخت کې مسینو او پلاستیکي لوښو خپل ځای ښیښه یي لوښو ته پرېښی دی.

په اوسني وخت کې چې د ښیښه یي لوښو استعمال عام شوی او پاکول هم آسانه دي خو آیا د لوښو غوره طریقه هم داده؟ بالکل نه سمه طریقه یې دلته درته بیانوو.

ددې لپاره د لوښو وینځلو پوډرو څاڅکې اوبه، یوه کاچوغه سرکه او یوه پیاله خامې ورېژې. ورېژې پر ښېښه موجوده چټلي ختموي

ورېژې، صابون او سرکه په هغه لوښي کې واچوئ چې وینځل یې غواړئ او له اوبو یې ډک کړئ او د لوښي سر بند کړئ، ښه یې وخوروئ او ویې وینځئ او بیا یې وچولو ته پرېږدئ.

دغه طریقه یوه داسې طریقه ده چې زیانمنه یې نه شو ګڼلی، که چېرته لوښي په بد حال کې وي نو له وړاندې په لوښي کې سرکه واچوئ.

دا هم ولولئ

حقیقي خوب (موخه) څه ته وایي او څه ډول ورته رسېدلی شو؟

د خوب لېدو څخه مطلب د خیالاتو، تصویرونو او احساساتو یوه لړۍ ده، چې د …