کورپاڼه / هنر او کلتور / ایشا دېول: پلار مې نه غوښتل چې زه یوه اداکار شم

ایشا دېول: پلار مې نه غوښتل چې زه یوه اداکار شم

د بالیووډ اداکار او د پخواني فلمي لوبغاړي درمندر لور ایشا دېول، چې په ډېرو فلمونو کې یې کار کړی دی، وایي چې پلار یې د اداکارۍ کولو پر خلاف و.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې ایشا دېول د یوې مرکې پرمهال په دې اړه خبرې کړي چې نارینه د ښځو په اړوند څه ډول چلند کوي، هغې ویلي هغه نارینه چې په ښځو سختي کوي، هغه په حقیقت کې د هغوی ساتنه کوي.

هغه وایي که چېرته د خپل پلار په اړه خبرې وکړم نو هغه د ښځو په اړه ډېر حساس دی او غواړي چې ښځې دې هر ډول خوندي وي نو ځکه خو په بالیووډ زما د کار کولو خلاف و.

ایشا دېول زیاتوي زما والد نه غوښتل چې زه دې پخپل کیریر کې ځان ناخوندي وګڼم، نو ځکه یې بالیووډ ته زما په راتګ خوښي ونه ښوده او دغه ډول څرګندونې د درمندر میرمنې او د ایشا دېول مور هیما مالني هم کړې وې چې درمندر د ایشا فلمي صنعت ته په راتګ خوښ نه و.

هیما مالني ویلي ول چې ایشا د لوبو او نڅا په څېر غیر نصابي فعالیتونه خوښوي خو د درمندر بیا نه خوښېږي چې لور یې نڅا وکړي او یا بالیووډ ته راشي.

دا هم ولولئ

نرګس فخرې له اودی چوپړا سره په نږدې اړیکو چوپتیا ماته کړه

امریکایي نژاده د بالیووډ اداکاره نرګس فخري له اداکار او پروډیوسر اودی چوپړا سره پر …