کورپاڼه / جالب / هغه څلور کلن ماشوم چې له خپل نوم او وجود څخه انکاري دی

هغه څلور کلن ماشوم چې له خپل نوم او وجود څخه انکاري دی

د ترکیې د ادرنه ښار یو اوسیدونکی، چې سبزي پلوري، نهه اولادونه لري چې په دې کې یو ماشوم څلور کاله عمر لري او اسماعیل نومېږي، خو هغه له خپل نوم او وجود څخه انکار کوي.

دغه ماشوم په حیرانوونکې توګه ادعا کوي، چې اسماعیل نه دی او نه د سبزي پلورونکې زوی دی، بلکې هغه خپل نوم عابد سوزولمس ګڼي او وایي چې یو شتمن سوداګر یم.

د عابد سوزولمس کېسه داسې وه چې د اسماعیل له پیدایښت شپږ کاله وړاندې په همدې نوم یو شتمن سوداګر شتون درلود، چې پنځه اولادونه یې لرل او په ډېرې بې رحمۍ سره چا مړ کړو.

ممکن دا د ماشوم پر ذهن د خوب سخت اغېز پایله وي یا ممکن دغه ماشوم به له شوخۍ څخه کومه ډرامه جوړوي، خو په دې اړه په باور سره هیڅ هم نه شي ویل کیدی.

خو هغه کسان چې له حقیقت خبر دی او په دې اړه یې سختې څېړنې کړي د اسماعیل ادعا مني او په دې باور دي چې عابد سوزولمس یو بیا ددې ماشوم په شکل را ژوندی شوی دی.

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو د بې وفا نارینه وو نښې، نښانې موندلي دي

که چېرته سړي د خپل ژوند له ګډ ملګري سره دوکه کوي نو دا ډېر …