کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستان کې ۵ کسانو له وزې سره غېر ا خلا قي کار کړی او بیا یې و ژ لې ده
وزه

پاکستان کې ۵ کسانو له وزې سره غېر ا خلا قي کار کړی او بیا یې و ژ لې ده

په پاکستان کې پنځه کسانو له یوې وزې سره د غېر ا خلا قي کار کولو وروسته دغه وزه و ژ لې ده او تښتېدلي دي، چې اوس یې پولیس په لټه ګرځي.

د بي بي سي اردو د راپور په وېنا، دا پېښه د پاکستان په اوکاړه ښار کې شوې ده، چې د اظهر حسین په نوم د یو کس د کورنۍ وزې سره دا کار شوی دی او هغه په پولیسو کې عریضه ثبت کړې ده.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د عریضې له ثبت وروسته پولیس تللي او د وزې مړی یې نږدې روغتون ته انتقال کړی دی، چې په روغتون کې ډاکټرانو دا خبره تایید کړه، چې له هغې سره غېر ا خلا قي کار ترسره شوی دی.

اظهر حسین پولیسو ته ویلي دي، چې د هغه وزه ۶۰ زره روپۍ قیمت درلود، هغه وايي وزه یې د کور مخې ته تړلې وه، چې ځینو کسانو خلاصه کړې او یو کنډر ته یې بیولې وه.

دغه کس پولیسو ته د ۳ کسانو نومونه هم ښودلي دي او وايي چې پاتې دوه کسان هغه نه پېژني. هغه وايي کله چې یې وزه د خپل کور مخې ته ونه لیدله، نو د ملګرو په مرسته یې د وزې لټه پیل کړه او نږدې کنډر کې یې هغه کسان له خپلې وزې سره ولیدل، چې د هغه په لیدو ټول وتښتېدل.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …