کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / فیسبوک د خپلو کاروونکو لپاره نوی فیچر رامنځته کړو

فیسبوک د خپلو کاروونکو لپاره نوی فیچر رامنځته کړو

فیسبوک چې د ټولنیزو رسنیو له ډلې ترټولو مشهوره ویبپاڼه ده او د نړۍ په کچه ډېر کاروونکې لري، وخت ناوخت د خپلو کاروونکو د آسانتیا لپاره نوې فیچرې رامنځته کوي ترڅو له ستونزو سره مخ نه شي.

اوس یې هم په همدې لړ کې د خپلو کاروونکو لپاره په میسنجر کې په ځانګړې توګه د چټ لپاره یو نوی او په زړه پوری فیچر رامنځته کړی او د (ساونډ ایموجي) نوم یې ور کړی دی.

اوس به کاروونکو وکولی شي چې په چټ کې له لېږونکو ایموجي سره کوچنی غوندئ کلیپ هم ولېږي، یعنې له ویژول ایموجي سره به کاروونکې غږ هم واورېدلی شي.

په ابتدایي ډول په دې ایموجیانو کې د خندا کولو، چکچک وهلو او د ډول وهلو ایموجیانې شامل دي چې غږ به یې هم اورېدل کېږي.

فیسبوک وایي چې ددې فیچر په مرسته به د کاروونکو په خبرو اترو کې آساني رامنځته شي او په دې سره به په واضح ډول سره خپل احساسات او فکرونه څرګند کړی شي.

دا هم ولولئ

ټویټر د کاروونکو د آسانتیا لپاره یو ډېر غوره او ځانګړی فیچر رامنځته کړ

د ټویټر ادارې د خپلو کاروونکو د اسانتیا لپاره یو ډېر غوره او ځانګړی فیچر …