کورپاڼه / سياست او روانې چارې / عمران خان: هېڅوک اوس طالبان سولې ته نه شي راوستلی
عمران خان

عمران خان: هېڅوک اوس طالبان سولې ته نه شي راوستلی

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا د طالبانو په اړه داسې څرګندونې کړې دي، چې افغانان یې غصه کړي دي، هغه ویلي دي چې اوس ډېره ګرانه ده چې طالبان دې سیاسي روغه جوړه وکړي یا دې روغې جوړې ته مجبوره کړل شي.

عمران خان له یو نړیوال ټلویزیون سره په خپله مرکه کې امریکا په دې ګرمه کړه چې د افغانستان د روانو حالاتو مسووله ده، هغه دا هم وویل کله چې تر ۱۵۰ زره امریکايي پوځان افغانستان کې و، نو هغه وخت د سیاسي روغې جوړې امکان و، خو اوس چې طالبان فکر کوي چې جګړه یې ګټلې ده.

د پاکستان لومړی وزیر د طالبانو په اړه وايي، چې طالبان اوس هېڅوک هم سولې ته نه شي راوستلی. هغه یو ځل مخکې هم ورته څرګندونې کړې وې.

ولسمشر غني بیا په یو نړیوال کنفرانس کې عمران خان ته مخامخ ویلي و، چې ستاسې له هېواده افغانستان ته په یوه میاشت کې ۱۰ زره جنګیالي راووښتي دي، خو پاکستان چې یو خوا په حکومتي کچه د طالبانو ملاتړ کوي، ورسره سم دا تورونه هم ردوي، چې ګوا کې دوی د طالبانو ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي باندې بیا تر ډېره پورې خلک دا نیوکې کوي، چې هغه د پاکستان نه، بلکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دی.

بلخوا بیا طالبان وايي، چې تر څو پورې اشرف غني له واک نه وي لیرې شوی، تر هغې پورې د سولې د راتللو امکان نشته دی، خو ولسمشر غني وايي، چې طالبانو ته یې له وخت مخکې د ټاکنو وړاندیز کړی دی.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …