کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د زلزلو په مرسته د مریخ داخلي جوړښت څېړل شوی

د زلزلو په مرسته د مریخ داخلي جوړښت څېړل شوی

ساینسپوهان وایي چې دوی داسې مواد ترلاسه کړي چې په مرسته یې د مریخ د کرې د جوړښت په اړه ډېر څه ویل کېدلی شي.

د بهرنیو رسنیړ د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه څېړنې د هغه فضایي بېړۍ په مرسته ترسره کړي چې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې پر مخ راتلوونکې زلزلې معلوموي.

د ناسا تر مشرۍ لاندې ماموریت موندلې چې د مریخ سطحه په اوسط ډول له ۲۴ تر ۷۲ کیلو میترو پورې پلنه ده او د سیارې کلیدي پلټنه بیا د هغې حجم ۳،۳۹۰ کیلو میتره ښودل شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې ساینسپوهان له ځمکې د باندې کومې سیارې د داخلي جوړښت نقشه برابروي، که څه د سپوږمۍ په اړه هم څېړنې شوي خو مریخ ځکه مهم دی چې دا له سپوږمۍ څو چنده غټ او یوه سیاره ده.

ددې معلوماتو ترلاسه کېدل د څېړونکو لپاره د بېلابېلو سیارو د جوړښت او ارتقاء په اړه ښه معلومات برابروي او څه ډول چې ساینسپوهان د زلزلو په مرسته د ځمکې داخلي برخې څېړي همدغسې د مریخ برخې هم څېړل کېږي.

دا هم ولولئ

په دې موبایلونو کې به جي میل، یوټیوب او نورې مهمې اپلیکیشنې نور کار نه کوي

ګوګل د اندراید کاروونکې په لویه ستونزه کې واچول او پرېکړه یې کړې چې د …