کورپاڼه / هنر او کلتور / شاه رخ خان او کاجل یو ځل بیا ګډ فلم کې کار کوي
کاجل او شاه رخ خان

شاه رخ خان او کاجل یو ځل بیا ګډ فلم کې کار کوي

د هندي سینما مشهوره جوړي شاه رخ خان او کاجل یو ځل بیا په یو نوي فلم کې ګډ کار کوي، دوی که څه هم ډېرو فلمونو کې ګډ کار کړی دی، خو په (دل والی دلهنیا لی جاینګی) فلم کې د دوی جوړي ډېره مشهوره شوې ده.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، مشهور فلم جوړونکی راجکمار هیراني له شاه رخ خان سره فلم جوړوي او ځینې سرچینې وايي، چې په دغه فلم کې به د شاه رخ خان تر څنګ کاجل هم کار وکړي.

په راپور کې زیاته شوې ده، چې دا به یو کومیډي فلم وي، چې د هند د پنجاب او کاناډا ترمنځ د یوې کورنۍ کیسه به پکې شوې وي او د شاه رخ خان او کاجل پرته به پکې ویدیا بالن، تاپسي پنو، منوج باجپايي او بومن ایراني هم کار وکړي.

راجکمار هیراني چې د هندي سینما د مخکښو فلم جوړونکو څخه بلل کېږي، په دې فلم کې به یې شاه رخ خان او کاجل د ښځې او خاوند کردار ولوبوي، تاپسي پنو د یوې خبریالې په توګه راڅرګندېږي، ویدیا بالن بیا یو داسې کردار لوبوي چې له شاه رخ خان سره مرسته کوي او د منوج باجپايي او بومن ایراني په اړه ویل کېږي، چې د هغوی کردارونه هم ډېر مهم دي.

د یادولو وړ ده چې د شاه رخ خان او کاجل وروستی فلم په ۲۰۱۵ کال کې د (دل والی) په نوم خپور شوی و، چې که څه هم فلم ډېرې پېسې وګټلې، خو خلکو چې ترې څومره هیلې لرلې، هغه یې پوره نه کړای شوې.

دا هم ولولئ

صحرا کریمي

صحرا کریمي: د جمعې په ورځ به قرغې ته تللم او په لوړ غږ به مې موسیقي اورېدله

د افغان فلم ډایریکټرې صحرا کریمي په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړې ده، …