کورپاڼه / خبرونه / کابل کې د ۱۹ کلنو لوبغاړو کمپ پیل شو، خو کرکټ بورډ یې نوملړ پټ ساتلی
د افغانستان ۱۹ کلنه لوبډله

کابل کې د ۱۹ کلنو لوبغاړو کمپ پیل شو، خو کرکټ بورډ یې نوملړ پټ ساتلی

د کابل کرکټ لوبغالي کې د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو تمریناتي کمپ چې د دوه اونیو لپاره دی، پیل شوی دی خو کرکټ بورډ یې د تېر په څېر نوملړ پټ ساتلی دی.

په دې کمپ کې ۲۶ لوبغاړي برخه لري، چې د کرکټ بورډ په وېنا، د کورنیو روزونکو تر روزنې لاندې به خپل تمرینات ترسره کوي، چې موخه یې د بنګله دېش سره سیالیو، راتلونکي اسیا جام او نړیوال جام ته د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډله چمتو کول دي.

کرکټ بورډ وايي، چې په دې کمپ کې یې هغه لوبغاړي غوره کړي دي، چې یو-یو ټېسټ یې کامیاب کړی دی او په تېر یو نیم کال کې یې ښه کارکردګي وړاندې کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې د افغانستان ۱۹ کلنه لوبډله به د بنګله دېش ۱۹ کلنې لوبډلې سره ۵ یو ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ لوبه ترسره کړي. خو د دې لوبو نېټه نامعلومه ده.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان او بنګله دېش د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلو ترمنځ لوبې څه موده مخکې پلان شوې وې، خو هند د افغانستان لوبغاړو ته وېزې ور نه کړې او له امله یې د افغانستان او بنګله دېش دغه سیالۍ هم وځنډېدې، چې کرکټ بورډ یې په اړه هېڅ معلومات هم نه و شریک کړي.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …