کورپاڼه / هنر او کلتور / بهارتي سینګ له ځان دیپکا پاډوکون جوړه کړې او مینوال یې حیران کړي

بهارتي سینګ له ځان دیپکا پاډوکون جوړه کړې او مینوال یې حیران کړي

هندۍ کومیډنه بهارتي سینګ، چې د خندا د ملکې په نوم هم یادېږي او ډېر مینوال هم لري، خپل ځان یې د دیپکا پاډوکون د (شانتي پریا) په ډول جوړ کړی او شانتي پریا د (اوم شانتي اوم) فلم رول و، چې دیپکا لوبولی و.

په ټولنیزو رسنیو د بهارتي سینګ یوه ویډیو خپرېږي چې نه یوازې هغې د دیپکا په څېر لباس اغوستی او د هماغې په څېر ښکاري، بلکې د هغې خاوند هرش هم د شاهرو خان په څېر ښکاره کېږي.

په خپره شوې ویډیو کې لېدل کېږي چې بهارتي سینګ هم د دیپکا پاډوکون په ډول لاس خوروي او د مینوالو له لورې د هغې دغه ډول انداز ډېر ستایل شوی دی.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې ممکن بهارتي سینګ او د هغې خاوند هرش دغه ډول اندازه د کومې خپرونې لپاره کړی وي.

د یادولو وړ ده چې بهارتي سینګ د (دی کپیل شرما شو) کامیډي خپرونه کې هم کار کوي، چې له ډېرې مودې راهیسې یې خپرونې نه دي کړي، خو اوس ددې خپرونې کوربه کپیل شرما اعلان کړی چې ډېر ژر به دا خپرونه بیا پیل کړي.

دا هم ولولئ

کرینه کپور

د کرینه کپور خان په اړه ۷ جالب حقیقتونه

د بالي ووډ د کپور کورنۍ مشهوره اداکاره کرینه کپور خان چې په هندي سینما …