کورپاڼه / هنر او کلتور / هغه شخص چې په پرلپسې ډول هره ورځ لامبو وهي

هغه شخص چې په پرلپسې ډول هره ورځ لامبو وهي

په امریکا کې یو شخص په رسمي ډول (په سیند کې د لامبو وهونکې شخص) خطاب ترلاسه کړی، ځکه چې هغه هره ورځ د مشیګن په سیند کې لامبو وهي.

دغه شخص ډین او کونر نومېږي او وایي چې د شراب څښلو او نورو کیفیاتو په سبب اندیښمن و او د درملنې په توګه هره ورځ په سیند کې لامبو وهي او په دې ډول ځان برابروي او د کورونا له وبا وروسته هره ورځ لامبو وي او حتی تر دې چې په سختو ساړو کې هم ورته راځي.

په پیل کې ۵۳ کلن ډین او کونر یو څه عجیب احساس کاوه خو وروسته یې ډېر ښه احساس وکړ، زړه او دماغ یې ډېر صاف شول او لامبو وهل یې عادت وګرځېدل. هغه وایي چې یو بد وخت دی، هر ځای پاڅونونه دي، ټاکنې او د سیاست شور دی خو زه هره ورځ دلته راځم او وروسته له لمر لوېدو ژوند کوم.

اوس هر څوک هغه پېژنې او ډین هغوی ته وایي چې په سیند کې لامبل ورته خوند او روښنایي ورکوي او دی ځکه دې اوبو ته راشي چې په دې بد وضیعت کې هر څوک په بد حالت کې دي.

د ډین میرمن مارګریټ وایي چې هغه یو موسیقار دی خو د ګرځبندیز په سبب ډېر خپه و، نو د آرام په لټه کې شو او اوس د هغه سره نور خلک هم په سیند کې لامبي او خپلې ستونزې هېروي.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …