کورپاڼه / روغتيا / د ونو نږدې والی د ماشومانو د دماغي ودې لامل کېږي

د ونو نږدې والی د ماشومانو د دماغي ودې لامل کېږي

خپل ماشومانو مو پرېږدئ چې ونو ته نږدې ورشي ځکه چې په دې ډول د ماشومانو دماغ وده کوي. په څه ډول چې د ونو ښاخونه وده کوي په هماغه ډول د ماشومانو عصبي حجرې هم تشکیل مومي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ونو ترڅنګ تېر شوی وخت د بلوغت تر عمره پورې د ماشومانو د دماغو لپاره ګټور وي، خو دا د ونو او انساني دماغو ترمنځ لومړنۍ څېړنه نه ده.

له دې وړاندې په امریکا او ډنمارک کې هم یوه څېړنه ترسره شوې چې له مخې یې موندل شوي ول چې د ونو شتون دماغ فعال او ښه ساتي او د عمر په تېرېدو هم دماغ تازه ساتي.

ځینو کسان وایي چې ونې لرونکی طبیعي چاپیریال د انساني دماغو په تشکیل کې مرسته کوي او ځینې څېړنې بیا وایي چې شنه ځایونه او ونې دماغي فعالیتونه اغېزمنوي.

په ۲۰۱۹ کال د یوې خپرې شوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې هغه ماشومان چې په شین چاپیریال کې یې روزنه اخیستي وي، هغوی د نورو په پرتله په دماغي ډول ښه او غوره وي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …