کورپاڼه / جالب / د بنګله دیش او زمبابوې د لوبې پرمهال ډېره حیرانوونکې پېښه شوې ده+ویډیو

د بنګله دیش او زمبابوې د لوبې پرمهال ډېره حیرانوونکې پېښه شوې ده+ویډیو

د زمبابوې او بنګله دیش ترمنځ په ترسره شوې شل اوریزه لوبه کې په ناڅاپي ډول یوه داسې حیرانوونکې توګه پېښه شوې، خلک یې ډېر حیران کړي دي او ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې.

دغه پېښه د دواړو لوبډلو ترمنځ په دویمه شل اوریزه کې هغه وخت رامنځته شوه، کله چې د بنګله دیش توپ وهونکی محمد سیف الدین توپ وهنې ته ولاړ و او له ویکټې بیلز ولوېده. دا په داسې حال کې ده چې نه هغه ویکټ ته نږدې شوی او نه یې کوم بل علت درلود.

په خپره شوې ویډیو کې لېدل کېږي چې هغه څه ډول شاټ وهي او په ناڅاپي او حیرانوونکې توګه یې له ویکټې څخه بلیز لوېږي او په لوبغالي کې موجود لوبغاړي ورته د حیرانۍ احساس کوي.

د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د بنګله دیش یاد لوبغاړی د زمبابوې د توپ وهونکې تینډي چیتارا ته ولاړ و او ویل کېږي چې بلیز د تېزۍ هوا په سبب لوېدلی دی.

په ویډیو کې لېدل کېږي چې په ممکنه ډول سره نه یوازې په هوا سره له ویکټې بلیز لوېدلی بلکې ویکټه یې هم کږه کړې ده، چې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لخوا پرې په زړه پورې تبصرې هم شوي دي.

دا هم ولولئ

هغه شخص، چې د لاسلیکونو ټاټوګان یې پر ملا جوړ کړي او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ

د امریکا د فلوریډا ایالت اوسیدونکې فنکي مټاس، چې پر ټولنیزو رسنیو ډېر وخت فعال …