کورپاڼه / جالب / په چین یو ماشوم پر خپل پلار عارض شوی او ویلي یې دي چې موبایل یې رانه اخیستی

په چین یو ماشوم پر خپل پلار عارض شوی او ویلي یې دي چې موبایل یې رانه اخیستی

په چین کې یو څوارلس کلن ماشوم، د خپل پلار پر وړاندې د پولیسو حوزې ته تللی او شکایت یې کړی چې موبایل ترې اخیستی دی.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د چین په انشویي ایالت کې یو څوارلس کلن ماشوم د پولیسو حوزې ته تللی او پخپل پلار عارض شوی دی.

دغه ماشوم شکایت کړی چې پلار یې له قانون سرغړونه کوي او په هغه په زور سره د کور کارونه کوي، خو پولیس یې په خبره پوه نه شول او کور ته ورسره لاړل.

کله چې هغوی د هلک له پلار سره خبرې وکړې نو معلومه شوه چې دغه ماشوم هر وخت په موبایل مصروفه وي او د کور کارونو ته لاس هم نه وړي او نه خپلو درسونو ته پام کوي.

پولیسو د ماشوم پلار ته وویل چې بیا دې له ماشوم سره زور، زیاتی نه کوي او دا یې هم وویل چې تر یو څه وخته پورې ترې موبایل اخیستل غوره کار دی.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …