کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند په دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې سریلانکا ته د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه

هند په دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې سریلانکا ته د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه

هند په دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې د سریلانکا د لوبډلې د توپ وهنې پر وړاندې ښه ونه ځلېده او د ۱۳۳ منډو هدف ورته وټاکه.

دغه لوبه چې باید ترسره ورځ ترسره شوې وه، خو د هندي لوبغاړي کرونال پانډي د کورونا د مثبتې نتیجې په پایله کې نن ترسره کېږي او د لوبلړۍ وروستۍ لوبه به سبا ورځ ترسره شي.

دغه لوبه د سریلانکا په کوربتوب په کولمبو کې ترسره کېږي، چې د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او میلمه لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ور کړه.

هند په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۳ منډې وکړې او سریلانکا ته یې د ۱۳۳ منډو هدف ورکړ، چې له ډلې یې شکر دهوان ۴۰، پډیکال ۲۹ او ګیکواډ ۲۰ منډې وکړې.

د سریلانکا لخوا دننجیا دوه، چیمرا، هسرنګا او شانکا بیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه. د یادولو وړ ده چې هند په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې بریا خپله کړې وه.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …