کورپاڼه / خبرونه / نجیب ځدران د ملي بیرغ د ورځې مبارکي ویلې او وایي چې ددې بیرغ د لا ځلېدا لپاره هڅې کوم

نجیب ځدران د ملي بیرغ د ورځې مبارکي ویلې او وایي چې ددې بیرغ د لا ځلېدا لپاره هڅې کوم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکی او د شل اوریزو لوبو مرستیال کپتان د ملي بیرغ د ورځې په مناسب ټول افغان ولس ته مبارکي ور کړې.

ملي بیرغ چې زموږ د ملي هویت، ارزښت، ویاړ، عزت، سر لوړۍ، ننګ، ناموس او د یووالي سمبول وي؛ ساتنه، درناوی او دفاع یې د ټول ملت ملي او مشترک مسولیت وي.

سبا ورځ چې د اسد یا زمري د میاشتې د ۷مې نیټې سره برابره ده، په ټوله هیواد کې د ملي بیرغ په نوم نومول شوې او لمانځل کېږي، چې په دې لړ کې د کرکټ تکړه لوبغاړي نجیب ځدران هم د مبارکۍ پیغام خپور کړی.

هغه پخپله فیسبوکپاڼه لومړی د بیرغ د ورځې مبارکي ټول افغان ولس ته ویلې او بیا یې لیکلي دي چې:((بیرغ د یو هیواد د وګړو او قومونو د یوالی، غرور او غېرت ملي نښه ده چې تر سیورې لاندې یې یو ملت په خپله محدوده جغرافیه یي سیمه کې ژوند کوي.))

نجیب ځدران چې د کرکټ له لارې د خپل ملي بیرغ د سر لوړۍ هڅه کوي نو زیاتوي چې:((زه ډېر ویاړ کوم چې ددې بیرغ د لا ځلېدا لپاره هڅې کوم.))

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …