کورپاڼه / سياست او روانې چارې / نن په ټول هېواد کې په وطنۍ مینه د (ملي بېرغ ورځ) لمانځل کېږي
ملي بېرغ

نن په ټول هېواد کې په وطنۍ مینه د (ملي بېرغ ورځ) لمانځل کېږي

د اسد یا زمري اوومه نېټه چې د افغانستان د درې رنګه ملي بېرغ لپاره ځانګړې ورځ غوره شوې ده، نن په ټول هېواد کې په وطنۍ مینه لمانځل کېږي.

د ملي بېرغ د ورځې په پار نه یوازې دا چې ټولې ټولنیزې رسنۍ په ملي بېرغ پوښل شوي دي، بلکې ټول هېواد په درې رنګه بېرغ باندې پوښل شوی دی.

د ملي بېرغ د ورځې په پیل کې په جلال اباد کې تر ټولو لوی بېرغ هم پورته کېږي او له هغه وروسته به د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دې ورځې په پار غونډې او نور پروګرامونه هم ترسره شي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم د ملي بېرغ په ورځ باندې د ملي بېرغ سره ځانګړي عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي او هېوادوالو ته یې د دې ورځې مبارکي ورکړې ده او د دې تر څنګ یې د ملي بېرغ د لا ځلېدا هیلې هم څرګندې کړې دي.

همدا راز هنرمندانو، سیاستوالو او نور ولس هم د ملي بېرغ عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي او د مبارکۍ تر څنګ یې د ملي بېرغ لپاره د کار کولو ژمنې کړې دي.

دا هم ولولئ

ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي

ملاله یوسفزۍ، چې په کم عمر کې یې د نوبل جاېزه واخیسته او د زده …