کورپاڼه / بېلا بېل / د ۲۲ ساعته پرلت وروسته ناوې د واده زلمي سره تګ ته راضي شوه
ناوې او هلک

د ۲۲ ساعته پرلت وروسته ناوې د واده زلمي سره تګ ته راضي شوه

په پاکستان کې د واده د هلک له خوا ۲۲ ساعته اوږد پرلت کار وکړ او ناوې دې ته راضي شوه، چې د واده له هلک سره لاړه شي، ګني مخکې یې له تګ څخه انکار کړی و.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، د مظفرګړ په سیمه کې چې کله ورا په ناوې پسې لاړه، نکاح هم وشوه، نو له هغه وروسته ناوې ته معلومه شوه، چې د هلک د یو لاس درې ګوتې غوڅې شوې دي.

د هلک د لاس درې ګوتې په کومه پېښه کې غوڅې شوې و، خو دا خبره مخکې له مخکې د ناوې کورنۍ ته نه وه شوې، کله چې ناوې ته د نکاح وروسته د دې خبرې معلومات وشو، نو هغې له تګ څخه انکار وکړ.

اوس چون نکاح هم شوې وه، نو د واده هلک هم په پرلت کېناست او وې ویل چې ناوې به په هر حالت کې له ځان سره بوځي او یوازې له دې ځای څخه نه ځي.

بل خوا د ناوې کورنۍ د ناوې د رضا کولو لپاره هڅې پیل کړې او د ۲۲ ساعته هڅو وروسته ناوې دې ته راضي شوه، چې له راغلي ورا سره لاړه شي.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …