کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سریلانکا له هند سره لوبلړۍ مساوي کړه
سریلانکايي لوبغاړی

سریلانکا له هند سره لوبلړۍ مساوي کړه

سریلانکا په دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې له هند سره ښه لوبه ترسره کړه او د ۴ ویکټو په توپیر یې لوبه وګټله، چې له دې سره یې لوبلړۍ هم ورسره مساوي کړه.

د هند او سریلانکا ترمنځ دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه په کولمبو کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې سریلانکا پچه وګټله او لومړی یې هند ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هند په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۲ منډې وکړې، چې له ډلې یې شیکر دهون ۴۰، دیودت پاډیکال ۲۹ او روټوراج ګایکواړ ۲۱ منډې وکړې. د سریلانکا له خوا اکیلا دنانجایا ۲، داسون شناکا، ونیندو هسارنګا او دوشمانتا چمیرا ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۳۳ منډو هدف د سریلانکا لوبډلې په ۱۹.۴ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د ۴ ویکټو په توپیر یې په لوبه کې بریا خپله کړه.

د سریلانکا له خوا دنانجایا ډي سلوا ۴۰ ناسوځېدلې او مینود بهانوکا ۳۶ منډې وکړې. د هند له خوا کلدیپ یادو ۲، راهول چاهار، ورون چکراورتي، چیتن سکاریا او بوینشور کمار ۱-۱ ویکټ واخیستې.

سریلانکا په دویمه لوبه کې د بریا ترلاسه کولو سره د ۳ شل اوریزو لوبو لړۍ د ۱-۱ سره مساوي وکړه، د دې لړۍ وروستۍ لوبه نن ترسره کېږي.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه دنانجایا ډي سلوا ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

هغه لوبغاړي چې د دوو لوبډلو لپاره یې نړیوال جامونو کې برخه اخیستې ده

دا د هر لوبغاړي هیله او ارمان وي چې په نړیوال جام کې د خپلې …