کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې په یو کال کې د ۲۱ اولادونو پلار شو

هغه شخص چې په یو کال کې د ۲۱ اولادونو پلار شو

په ترکیه کې یو شخص یوازې په یو کال کې د ۲۱ اولادونو پلار شو. د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه شخص ګیلب اوزترک نومېږي او ۵۷ کاله عمر لري.

دغه شخص په دودیز ډول له میرمنې یا میرمنو څخه دغه اولادونه نه دي زېږولي بلکې په مصنوعي ډول یې د (ای وي ایف) په ذریعه له متبادلو میندو زېږولي دي.

ګیلب او د هغه میرمن کرسټینا چې د جارجیا اوسیدونکې دي، غواړي چې ډېر زیات ماشومان وزېږوي. کرسټینا پخپله نهه ماشومان زېږولي او بیا یې پرېکړه وکړه چې ډېر زیات اولادونه به زېږوي.

دوی د همدې موخې لپاره بې شمېره میرمنې انتخاب کړې او د پیسو په بدل کې یې دغه کار وکړ. ډاکترانو په لابراتوار کې د ګیلب او سپرمونه او د کرسټینا هګۍ په مرسته ایمبریو یا خام بچي پیدا کړل او د متبادلو میندو په ذریعه وزېږول.

بیا متبادلو میندو د ګیلب او کرسټینا هغه بچي د متبادلو میندو په خېټه کې وروزل او له پیدایښت وروسته د پیسو په بدل کې ورڅخه واخیستل. کرسټینا وایي چې موږ د دیرش ماشومانو والدین یو او هڅه کوو چې یو سلو، پنځه تن ولرو.

دا هم ولولئ

هغه شخص، چې د لاسلیکونو ټاټوګان یې پر ملا جوړ کړي او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ

د امریکا د فلوریډا ایالت اوسیدونکې فنکي مټاس، چې پر ټولنیزو رسنیو ډېر وخت فعال …