کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ویسټ انډیز، پاکستان ته د ۸۶ منډو هدف ورکړ، خو لوبه یې رد شوه

ویسټ انډیز، پاکستان ته د ۸۶ منډو هدف ورکړ، خو لوبه یې رد شوه

د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د لوبلړۍ لومونۍ شل اوریزه لوبه د پرلپسې باران په سبب رد شوه.

دغه لوبه چې د ویسټ انډیز په کوربتوب په بارباډوس کرکټ لوبغالي کې ترسره کېده، د لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او کوربه لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

خو له لوبې وړاندې اسمان سختو وریځو ونېوه او په پرلپسې توګه باران ووېرېده او وروسته لوبه تر نهو اورونو پورې را ټیټه شوه. چې ویسټ انډیز په ټاکلو ۹ اورونو د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۸۵ منډې وکړې، چې کرن پولارډ ۲۲ او نیکولس پورن ۱۳ منډې وکړې.

د پاکستان له لورې په توپ اچونه کې حسن علي ښه توپ اچونه وکړه او دوه لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز محمد حفیظ، محمد وسیم او عثمان قادر بیا یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

وړاندې له دې چې دویمه پاڼې پیل شي، یو ځل بیا باران پیل وکړ او کله چې د باران د درېدو امکان ختم شو نو د دواړو کپتانانو په خوښه لوبه ختمه شوه او بله لوبه به د جولایۍ په ۳۱ مه ترسره شي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …