کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په راتلونکې کې به د خلکو اوسط عمر څومره وي؟

په راتلونکې کې به د خلکو اوسط عمر څومره وي؟

یو وخت ساینسپوهانو داسې نظر درلود چې یو انسان په اوسط ډول له نوي کلونو ډېر ژوند نه شي کولی، خو اوسني طب شته ستونزې حل کړي او اوس وخت په نړۍ کې د ښځو په پرتله نارینه ډېر ژوند کوي.

اوس وخت په ټوله نړۍ کې د نارینه وو لپاره ۷۰ او د ښځو لپاره اوسط عمر ۷۵ کاله دی او تر ۲۰۵۰ کاله پورې به په ټوله نړۍ کې له ۱۰۰ کلونو څخه د ډېر عمر لرونکې کسانو شمېر به تر ۳۷۰ زرو پورې ورسېږي او دغه شمېر په ۱۹۹۰ کال یوازې ۹۵ زره و.

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې یو انسان په بیولوژیکي ډول تر ۱۵۰ کاله ژوند کولی شي خو د ناروغیو یاهم د طبیعي پېښو په سبب ژر خپل ژوند له لاسه ورکوي.

یعنې موږ په اوسط ډول د ډېر عمر پر لور روان یو، نو که چېرته موږ د ښې روغتیا ترڅنګ اوږد ژوند وکړو نو اقتصادي ګټې هم لري او په کلني ډول اته دیرش تریلیونه ډالر ګټه کولی شي.

ساینسپوهان وایي چې له ذهني فشار څخه ژغورنه د اوږد عمر راز دی، یعنې کله چې زموږ دماغي حجرې له زیانمنو اغېزو وژغورل شي نو ډېر ژوند کولی شو.

دا هم ولولئ

د لمریز نظام ترټولو لېرې او کوچني سیاره وموندل شوه

دا یوه کوچنۍ سیاره ده چې قطر یې یوازې د ۴۰۰ کیلومیترو په شاوخوا کې …