کورپاڼه / هنر او کلتور / ولې سنجي دت نه غوښتل چې ایشوریا رای په فلمونو کې کار وکړي

ولې سنجي دت نه غوښتل چې ایشوریا رای په فلمونو کې کار وکړي

د بالیووډ نوموتی اداکار سنجي دت په یوې پخوانۍ مرکه کې دا خبره منلې ده، چې هغه مشهوره اداکاره او د ښکلا ملکه ایشوریا رای په فلمونو کې لېدل نه غوښتل.

په دې مرکه کې سنجي دت ویلي ول چې زه د ایشوریا رای ښکلا تر ډېره حده اغېزمنه کړې یم او کله چې مې ایشوریا د لومړي ځل لپاره ولېدله نو له خولې مې بې اختیاره ووتل چې دغه ده ښکلې میرمن.

سنجي دت وایي چې زما خویندې د ایشوریا رای ډېرې سختې مینوالې دي، نو ځکه یې ماته په ټینګار سره ویلي ول چې زه دې دغه ګل نه مړاوی کوم او نه دې له هغې نمبر اخلم.

هغه زیاتوي چې ما نه غوښتل چې ایشوریا رای په فلمي صنعت کې ووینم، ځکه ما داسې فکر کاوه چې په دې سره به د هغې د څېرې معصومیت ختم شي او بدله به یې کړي. هغه په خندونکې ډول وایي که چېرته ایشوریا په سر ودرول شي نو ټولې موټرې به ودرېږي او که زه ودرېدم نو ټولې موټرې به ما چکني کړي.

د یادولو وړ ده چې سنجي دت او ایشوریا رای په (هم کسي سی کم نهی) په ۲۰۰۲ او (شبد) فلم چې په ۲۰۰۵ کال خپور شوی، یوځای کار کړی دی.

دا هم ولولئ

هندي ژورنالیسته: شاه رخ خان ته ځکه سزا ورکول کېږي چې هغه مودي ته سر نه دی ټیټ کړی

یو هندي ژورنالیسته سواتي چترویدي ویلي دي چې د هندي سینما مخکښ اداکار شاه رخ …