کورپاڼه / روغتيا / که میندو د شېدو له کمښت سره مخ شي نو څه به کوي

که میندو د شېدو له کمښت سره مخ شي نو څه به کوي

د مور شېدې د ماشوم لپاره لومړني او ګټور خواړه ګڼل کېږي، خو که چېرته ددې پرځای مصنوعي یا بازاري شېدې وکارول شي، نو ددې پرځای چې د ماشوم اړتیاوې پوره کړي ممکن زیان ور ورسوي.

خو ځینې میندې د شېدو د کمښت سره مخ وي او په هغه اندازه شېدې نه لري چې د ماشوم اړتیا پوره کړي او دا هم اړینه ده چې ماشوم باید په لومړیو شپږو میاشتو یوازې د مور شېدې وخوري، چې دا یې په وده کې تر ډېره مرسته کوي.

خو که د شېدو کمښت موجود و، بیابه څه کوو؟ ددې لپاره ډېرې لارې چارې شتون لري او لومړنۍ او اسانه لار یې داده چې باید میندې ډېرې اوبه وڅښي او له اوبلنو خوړو ګټه پورته کړي.

دغه راز د اوربشو اوړه که څه هم دومره خوندورې نه وي خو د داسې غذایي توکو او ویټامینونو لرونکې وي چې د مور شېدې ډېروي او که چېرته له ځینو سبزیجاتو سوپ هم جوړ کړو نو ګټور تمامېدلی شي.

لکه څنګه چې ډېره کالوري اخیستل د چاغښت لامل کېږي خو میندې باید ۵۰۰ ډېره کالوري واخلي او ددې لپاره باید پروټین لرونکې توکي د خوراک برخه وګرځوو او هغه توکي استعمال کړو چې کلسیم، ویټامین ډي، اوسپنه او فولیک اسید لري.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …