کورپاڼه / روغتيا / هغه مشروبات چې د بدن اوبه مو پوره کوي

هغه مشروبات چې د بدن اوبه مو پوره کوي

روغتیایي کارپوهان وایي چې د ګرمۍ په موسم کې باید د اوبو استعمال ډېر شي، ترڅو د بدن اوبه مو پوره وي او له اړوندو اغېزو څخه یې وژغورل شو. دغه ځینې کسان غواړي چې وزن یې کم شي نو ددې لپاره باید له لاندې مشروبات ګټه پورته کړو.

د ګنیو شربت: د ګنیو جوس سمدستي بدن ته انرژي ورکوي او د تازه والي او د طبیعت د ښه والي احساس ورکوي، ستړیا لېرې کوي او د ګردو لپاره ډېر ګټور وي.

د کوپرې اوبه: د کوپرې اوبه یو له روغتیا بخښوونکو مایعاتو څخه ګڼل کېږي، چې بدهضمي ورکوي او د تېزابیت درملنه کوي. دغه راز وجود ته پیاوړتیا ورکوي او د خېټې د پړسوب ستونزې له منځه وړي.

د بادرنګو شربت: لکه څنګه چې د انسان بدن زهرجن مواد هم راټولوي نو اړین ده چې د ایستلو لپاره یې د بادرنګو شربت وکارول شي، ترڅو هم مو دفاعي سیستم یې پیاوړی شي، هم هضم ښه شي او ترڅنګ یې زهرجن مواد هم خارجوي.

د ګل قند استعمال: له سرو ګلابو څخه جوړ شوی خوږ ګل قند نه یوازې دا چې د ګرمۍ شدت کموي بلکې بدن ته د تازه والي احساس هم ورکوي، نو که چېرته ګل قند وکارول شي یاهم په شېدو یا اوبو کې وڅښل شي نو د هضم سیستم ورسره ښه کېږي.

د لېمو اوبه: د لېمو اوبه د هر موسم لپاره ګټور وي او د دفاعي سیستم د پیاوړتیا سبب جوړېږي، ګردې پاکوي، وزن کموي او د هضم په مرحله کې آساني رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …