کورپاڼه / روغتيا / ولې د زنګون یا ګونډې هډوکی بهر لوري ته راوتلی وي؟

ولې د زنګون یا ګونډې هډوکی بهر لوري ته راوتلی وي؟

ولې د زنګون یا ګونډې هډوکی بهر لوري ته راوتلی وي؟ لکه څنګه چې د انسان بدن په مجموعي ډول ۲۰۶ هډوکي لري نو یاد ټول هډوکي یې یوه نه یوه دنده ضرور ترسره کوي او جوړښت یې هم سره توپیر لري.

خو که چېرته د ګونډې یا زنګون په اړه خبرې کوو نو دا یواځیني هډوکي دي چې د بدن له نورو هډوکو سره ډېر توپیر لري او پوښتنه هم داده چې دغه هډوکی ولې سره توپیر لري؟

د ګونډې په هډوکي د بدن د فلوییډ یا مایع ماده ډېره وي، نو ځکه خو په دې ځای کې دومره ځای نه وي چې هډوکی دې پکې وده وکړي، نو ځکه خو دغه هډوکی بهر طرف ته راوتلی وي.

بله مهمه خبره داده که چېرته د ګونډې دغه هډوکی دننه لوري ته وای نو موږ به هیڅکله ناست شوي نه و، زنګون به مو سیده و، تاوېدی به نه شو نو ځکه خو دغه هډوکی د پیالې غوندې جوړښت لري.

د یادولو وړ ده چې د زنګون یا ګونډې هډوکي د بدن ترټولو پیاوړي هډوکي وي، نو ځکه خو د ډېرو خطرناکو ټکرونو په سبب هم دغه هډوکي خوندي وي او له دې وروسته د بدن ترټولو ځواکمن هډوکی د ملا د تیر دی او ترټولو نازک بیا پښتۍ دي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …