کورپاڼه / روغتيا / که غواړئ د مخ ځوانکې مو ختم شي نو دغه طریقه خپله کړئ

که غواړئ د مخ ځوانکې مو ختم شي نو دغه طریقه خپله کړئ

ډېری میرمنې او انجونې د ځوانکو له ستونزو سره مخ وي، چې په همدې سبب یې څېره له دانو ډکه وي او پر شخصیت یې ناوړه اغېزې کوي او په دې تړاو ترټولو د پام وړ ستونزه داده چې ځینې وختونه که دانې ختمې هم شي داغونه یې پر څېره بد ښکاري.

نن ورځ مو په همدې موخه یوه داسې نسخه راوړې چې نه یوازې ځوانکې وچوي بلکې له ختمېدو وروسته یې داغ هم نه پرېږدي او په دې نسخه کې د ډسپرین ګولۍ استعمالېږي.

ډسپرین د سیلیسلیک اسیدو لرونکې وي چې د دانو په وچولو کې مرسته کوي خو په دې هم باید پوه شو چې ډسپرین پوستکي ته تر یوه حده زیانمن تمامېږي.

ددې لپاره څو دانې د ډسپرین ګولۍ راواخلئ، میده یې کړئ او پوډر ترې جوړ کړئ، بیا پکې یوه کاچوغه نیم ګرمې اوبه واچوئ او ښه یې سره ګډې کړئ ، بیا پر مخ له لسو تر پنځلس دقیقو ووهئ او وروسته یې ښه ووینځئ.

که چېرته غواړئ پورته ذکر شوې نسخه پر مخ ووهئ، ترڅو مخ مو له داغونو خوندي پاتې شي نو په اوونۍ کې یې دوه ځلې استعمال کړئ او که یوازې یې د دانو لپاره کاروئ نو په اوونۍ کې یو ځل بسنه کوي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …