کورپاڼه / جالب / هغه میرمن چې نهه اولادونه یې یوځای زېږولي ول، وایي چې ماشومان یې شپږ لیتره شېدو ته اړتیا لري

هغه میرمن چې نهه اولادونه یې یوځای زېږولي ول، وایي چې ماشومان یې شپږ لیتره شېدو ته اړتیا لري

په مالي هیواد کې هغه میرمن چې په یوځای یې نهه اولادونه زېږولي ول، وایي چې په لومړیو کې د ماشومانو د روزنې په تړاو یې ډېره هڅه کوله خو اوس ستړې شوې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې په یو وخت د نهه ماشومانو زېږونکې میرمن، چې شپږ ویشت کاله عمر لري او د مالي اوسیدونکې ده، د ماشومانو د روزنې په اړه یې په زړه پورې خبرې کړي دي.

هغه وایي چې ماشومان یې په ورځني ډول شپږ لیترو اوبو ته ضرورت لري، خو ددې هر څه سربېره بیاهم هیله لري چې ډېر اولادونه ولري. د نهه ماشومان پلار بیا شکر ګزار دی او وایي چې هغه د پلار یواځینی اولاد و خو ده ته الله تعالی نهه اولادونه په یو وخت ورکړل.

د یادولو وړ ده چې دغه شپږویشت کلنې میرمنې د روان کال په میي میاشت کې په یو وخت نهه اولادونه زېږولي ول.

د مالي د روغتیا وزیر په یو ببان کې ویلي ول چې نهه واړه ماشومان او د ماشومانو مور په روغتیایي ډول ښه دي. چې څلور یې زامن ول او پنځه یې لورګانې.

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …