خپلواک وېبپاڼه (۲۰ نومبر ۲۰۱۹): د کرکټ نړيوالې شورا څو ورځې مخکې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي شکېب الحسن باندې دوه کاله د کرکټ بندېز ولګاوه، اوس تازه د بنګله دېش کرکټ بورډ د ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي شهادت حسېن باندې ۵ کاله بندېز ولګاوه.
د معلوماتو تر مخه، په بنګله دېش کې د نېشنل کرکټ ليګ پر مهال شهادت حسېن په لوبه کې يو بل لوبغاړی وواهه، لومړی يې څپېړه ورکړه او وروسته يې لته هم ورکړه، چې دغه پېښې په لوبغالي کې موجودو لوبڅارانو کرکټ بورډ ته رپورټ کړه او له هغه وروسته پر نوموړي ۵ کلن بندېز ولګول شو.
د بنګله دېش کرکټ بورډ هغه د اصولو نه د سرغړونې په تور له ۵ کلن بندېز سره مخ کړ، خو بيا يې د هغه ۲ کاله بندېز وبخښه، خو ۳ کاله بندېز به هغه حتماً تېروي.
شهادت حسېن خپله تېروتنه منلې ده او همدا راز د بندېز تر څنګ پر هغه باندې ۳۰۰ زره ټکا (بنګله دېشي پېسې) جريمه هم لګول شوې ده.
خو هغه بيا د بنګله دېش کرکټ بورډ له لوري په دغه سزا باندې نيوکې هم کړي دي او ويلي يې دا چې دا سزا ډېره سخته ده او کولای شي چې په کرکټ کې د هغه کيرير تباه کړي.
د بنګله دېش کرکټ بورډ يو مسوول د دغه پېښې په اړه د معلوماتو په ورکولو کې وويل ،چې د ډهاکې او کهلنا لوبډلو ترمنځ د لوبې پر مهال هغه د عرفات سني جونير سره بحث وکړ، چې وروسته يې پرې بريد وکړ. هغه وايي، چې د شهادت حسېن پخوا ته په کتلو سره دوی پرې ۵ کاله بندېز ولګاوه.
د بنګله دېش ملي لوبډلې لپاره ۳۸ ټېسټ او ۵۱ يو ورځنۍ لوبې ترسره کوونکی شهادت حسېن په ۲۰۱۵ کال کې دوه مياشتې زندان هم تېر کړی دی، پر هغه او د هغه پر مېرمن دا تور و چې ۱۱ کلنې نجلۍ باندې، چې د دوی په کور کې به يې کار کاوه، تشدد يې پرې کړی و.
چټک توپ اچونکی شهادت حسېن وايي، چې ۵ کاله بندېز ډېر زيات دی، پر هغه بايد ۶ مياشتې بندېز او يا هم لږه جريمه لګېدلې وای نو هغه به منلې وه. هغه وايي چې مور يې د سرطان ناروغي لري او د دې خبر په اورېدو يې خوراک او څښاک پرېښی دی، که چېرته زه پنځه کاله بندېز سره مخ شوم نو تباه به شم.
د يادولو ده چې شهادت حسېن په ۲۰۱۸ کې هم هغه وخت د خبرونو سر ټکی و، کله چې يې په ډهاکه ښار کې په خپل موټر يو رکشه وان وهلی و او له هغه وروسته يې بيا پر هغه رکشه وان تشدد هم کړی و.