کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / له کوم ډول وریځو څخه د باران ورېدلو امکان ډېر وي؟

له کوم ډول وریځو څخه د باران ورېدلو امکان ډېر وي؟

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي کله چې وریځې تور رنګه یا سرمیي غوندې شوې، نو ددې مطلب دادی چې باران ورېدونکی دی او کله چې په اسمان کې سپینې وریځې تاوېدلې نو د موسم د ښه والي نښه ګڼل کېږي.

ساینسپوهان وایي چې وریځې په اصل کې د اوبو ډېر کوچني څاڅکي وي او دغه څاڅکي په فضاء کې تر یو څه لوړوالي وروسته د وریځو شکل غوره کوي.

لکه څنګه چې له دې وریځو د لمر وړانګې تېرېږي نو سپین رنګ غوره کوي او کله چې لمر د راختو یا لوېدو په حال کې وي نو ګلابي، نارنجي یا سور شکل غوره کوي. یعنې لمر یې رنګ بدلوي.

کله چې د تودوخې درجه د انجماد له نقطې څخه ولوېږي نو پکې موجود اوبه د واورې شکل غوره کوي او کله چې د لمر وړانګې ورڅخه تېرې شي نو وریځې شین غوندې رنګ خپلوي نو مطلب یې دادی چې باران کېدونی دی او ترڅنګ طوفان هم شته دی.

کله چې په وریځې کې ژېړ رنګ ډېر و نو مطلب یې دادی چې په وریځو کې د لوګیو اندازه ډېره ده او چېرته نږدې به اور لګېدلی وي.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …