کورپاڼه / روغتيا / آیا د ملخوزې د دانو له حیرانوونکې ګټو څخه خبر یاست؟

آیا د ملخوزې د دانو له حیرانوونکې ګټو څخه خبر یاست؟

ملخوزه چې له پیړیو راهیسې د غذا او نورو ګټو لپاره استعمالېږي پر مجموعي روغتیا مثبتې اغېزې کوي او دفاعي سیستم ته پیاوړتیا ورکوي چې بیا د موسمي او نورو وایروسي ناروغیو مخنیوی کوي.

په سل ګرامه د ملخوزې په دانو کې نهه سلنه فیټ یا غوړ، اوه سلنه سیچوریټډ غوړ، صفر سلنه کلیسترول، ۶۰ ملي ګرامه سودیم، ۷۷۰ ملي ګرامه پوتاشیم، ۵۸ ګرامه کاربوهایډریټ، ۲۵ ګرامه ډایټري فایبر او ۲۳ ګرامه پروټین موندل کېږي.

ډېر شمېر خلک چې د ملخوزې له ګټو ناخبره وي نو هغوی ورته پام هم نه وي، خو موږ به یې دلته د ګټو په اړه خبرې وکړو. هغه کسان چې د تېزابیت ستونزه لري هغوی دې په تشه ګېډه د ملخوزې د دانو اوبه وڅښي نو ستونزه به یې حل شي.

د ملخوزې اوبه د وینې د شکر کچه برابروي نو که چېرته تاسې غواړئ چې خپل شکر کنترول کړئ نو د ملخوزې له اوبو ګټه پورته کړئ نو وړاندې باید له ډاکتر سره مشوره وکړئ. دغه راز د هضم لپاره، د ګردو لپاره، د پوستکي او کلیسترول لپاره هم ګټورې وي.

د ملخوزې د اوبو لپاره په یو لوښي کې دانې واچوئ او په لږ غوندې اور یې ورېته کړئ او پوډر ترې جوړ کړئ، بیا په یوه پیاله ګرمو اوبو کې د ملخوزې پوډر واچوئ، نو اوبه به تیارې شي او ګټه ترې پورته کړئ.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …