کورپاڼه / بېلا بېل / برمودا د اولمپیکس په لوبو کې د سرو زرو میډال وګاټه ترټولو کوچنی ګټونکی هیواد ونومول شو

برمودا د اولمپیکس په لوبو کې د سرو زرو میډال وګاټه ترټولو کوچنی ګټونکی هیواد ونومول شو

د برمودا اوسیدونکې فلورا ډفي، چې دري دیرش کاله عمر لري، په توکیو کې د اولمپیکس په روانو کې د زرو سرو میډال وګاټه.

د برمودا لوبغاړې فلورا ډفي چې د هغې لوبه ټاکل شوې فاصله وهل ول، دغه هدف یې په یو ساعت، پنځه پنځوس دقیقو او څو ثانیو کې ترلاسه کړ او بریا یې خپله کړه.

د توکیو په اولمپیکس لوبو کې برمودا خپله لومړۍ د سرو زرو جایزه ترلاسه کړه او د اولمپیکس په تاریخ کې لومړی ځل دی چې هغوی لومړی د سرو زرو میډال ګټي او په دې سره د نړۍ ترټولو کوچنی ګټونکی هیواد هم ونومول شو.

برمودا تقریباً ۶۲۰۰۰ نفوس لري او له دې وړاندې یې یو بل لوبغاړی کلیرنس هل په ۱۹۷۶ کال د زېړو میډال ګټلی و.

د یادولو وړ ده چې د برمودا پرته فلیپین هم تېره ورځ د توکیو په اولمپیکس لوبو کې د سرو زرو میډال ګټلی و، چې د المپیکس په تاریخ کې په لومړي ځل د فلیپین نوم هم د ګټونکو په نوملړ کې شامل شو.

دا هم ولولئ

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې د قیس احمد لوبډلې بریا ترلاسه کړه

د انګلستان هېواد په ويټاليټي بلاسټ شل اوریزه کرکټ سياليو په دویمه نیمه پایلوبه کې …