کورپاڼه / روغتيا / په ماشومانو کې د ورزش کولو بله ګټه هم وموندل شوه

په ماشومانو کې د ورزش کولو بله ګټه هم وموندل شوه

د ماشومانو ترڅنګ د هر عمر لرونکو کسانو لپاره بدني ورزش ډېر اهمیت لري او یوې وروستۍ څېړنې د ماشومانو د بدني فعالیتونو په اړه نوې موندنې کړي دي.

په دې وروستیو کې په امریکا کې یوه څېړنه ترسره شوې چې له مخې یې ویل کېږي چې هره ورځ تر یو څه وخته پورې ورزش کول د ماشومانو حافظه پیاوړي کوي او ډېر څه یادولی شي.

څېړنه وایي هغه ماشومان چې لامبو وهي هغوی د نورو په پرتله دیارلس سلنه ډېره ښه حافظه لري او ترڅنګ ډېر ژر پوهېدونکې هم دۍ ځکه چې په ورزش کولو سره د هغوی دماغ په ښه ډول وده کوي.

او لامبل هغه بدني فعالیتونه دي چې ماشوم یې په ښه ډول ترسره کولی شي او ډېرو لارښونو ته هم اړتیا نه لري او په دې ډول یې انرژي هم ډېره نه مصرفېږي او دماغ یې ډېر ښه وده کوي.

څېړونکې وایي چې دغه فعالیت آسانه دی او والدینو او ښوونکو ته پکار ده چې په هغوی تمرین وکړي او دغه ډول بدني فعالیتونه ترسره کړي ترڅو هم په بدني او هم په دماغي ډول ښه واوسي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …