کورپاڼه / جالب / غاښونو مو د شخصیت په اړه څه وایي؟

غاښونو مو د شخصیت په اړه څه وایي؟

نن ورځ په دې لیکنه کې په دې اړه خبرې کوو چې روغتیایي کارپوهان د غاښونو په اړه څه نظریات لري او په دې اړه به هم پوه شو چې ولې د یو انسان د غاښونو شمېر ۳۲ وي؟ آیا د هر چا د غاښونو شمېر همدومره وي؟

د ځینو کسانو په خوله کې ځکه دوه دیرش غاښونه وي، چې د هغوي په بدن کې د کلسیم او فلوریک کیویټیز کچه ډېره وي او په طبیعي ډول له پیدایښت وړاندې تشکیل مومي او بیا ژامې تخلیق مومي.

اوس پوښتنه داده چې د ۳۲ غاښونو لرونکې کسانو کوم ځانګړتیاوې لري؟ لومړنۍ ځانګړتیا یې داده چې د ۳۲ غاښونو لرونکې کسان د نورو کسانو په پرتله ډېر چالاک وي، دماغي سیستم یې هم پیاوړی وي او شپږم حس یې هم ځواکمن وي.

دغه دې کسانو ته ځکه خوش قسمته ویل کېږي چې دوی د یو څه هیله او توقع ولري بیا ورته اسباب هم پیدا کوي او په دې ډول خپلې غوښتنې پوره کوي او خوش قسمته ګڼل کېږي.

هغه کسان چې ۳۲ غاښونه لري هغوس اوږد ژوند کوي او تر ۶۵ کلنۍ پورې بالکل فعال او متحرک وي خو د بدني ناروغیو په سبب کمزوري کېږي هم او ساینس بیا وایي چې دغه ډول خلک اوږد ژوند کوي.

دا هم ولولئ

حوره

پاکستان کې د میلاد النبي په ورځ یوه نجلۍ د (حورې) په شکل کې خلکو ته ښکاره کړای شوې ده

په پاکستان کې د میلاد النبي په ورځ په یو ښار کې د میلاد النبي …