کورپاڼه / اسلام / طاعون څه ډول ناروغي ده؟ په اړه یې دلته ولولئ

طاعون څه ډول ناروغي ده؟ په اړه یې دلته ولولئ

د حفصه بن سیرین رضي الله عنه څخه روایت دی چې سیدنا انس بن مالک رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وفرمایل:

((په طاعون سره مړه کېدل د هر مسلمان لپاره د الله تعالی په لاره کې د شهید کېدو په مانا دی)) طاعون څه شی دی؟ طاعون د وبا یو ډول دی.

طبي کارپوهان وایي چې دا یوه خطرناکه ناروغي ده چې ترڅنګ یې سخت سوخت، درد او نا آرامي هم پیدا کېږي او ورو ـ ورو دغه ناروغي شدت مومي.

د طاعون ناروغي په عموم کې په دریو ځایونو کې پیدا کېږي چې له تخرګ، د غوږ نرمۍ شاته، رون او نرمې غوښې څخه عبارت دی. چې د یو ډول فاسدې دانې په ډول وي او پوستکی زهرجن کوي.

کله ناکله د طاعون زخم شړېږي، وینه او زوه ترې بهېږي چې د بې هوښۍ لامل هم کېږي او طاعون په اصطلاح کې هغه زخم ته وایي چې په مرغېړیو کې پیدا کېږي او ورو ورو د بدن غړو ته سرایت کوي او ترټولو بد ډول یې په تخرګ او د غوږ تر شا وي.

دا هم ولولئ

د کومو کسانو دعا د الله تعالی له لورې قبلېږي؟

هسې خو دعا د هر مسلمان قبلېږي، خو موږ لږ بې صبره یو او هیله …