کورپاڼه / اسلام / آیا د شاتو له ګټو خبر یئ؟ په نبوي احادیثو کې یې هم ګټې ثابتې دي

آیا د شاتو له ګټو خبر یئ؟ په نبوي احادیثو کې یې هم ګټې ثابتې دي

له حضرت ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې یو شخص د رسول الله په خدمت کې حاضر شو او عرض یې وکړ چې زموږ د خېټې یو ډول ناروغي لري، رسول الله ورته وفرمایل چې شات پرې وخوره.

هغه شخص لاړ او بېرته راغی چې ناروغي یې نوره هم ډېره شوې، رسول الله ورته وفرمایل چې بیا شات پرې وخوره. دوه، درې دغه کار تکرار شو او هغه شخص بیا راغی او رسول الله ته یې وفرمایل چې ستونزه یې نوره هم ډېره شوې ده.

رسول الله ورته وفرمایل چې الله تعالی رښتینی دی او ستا د ورور خېټه دروغجن ده. کله چې یې د وروستي ځل لپاره پرې شات وخوړل نو هغه په بشپړ ډول ښه شو.

شات ډېرې حیرانوونکې ګټې لري، کولمې او معده پیدا کوي، قبض ورکوي. دغه راز ځیګر او سینه هم پاکوي، د بلغم ټوخی ور کوي، د ګردو لپاره ګټور وي او که چېرته په ویښتو ووهل شي نو سپږې یې ور کوي.

دغه راز ویښتانو ته وده او ښکلا ورکوي، نرمښت ورکوي او که په غاښونو استعمال شي، غاښونه ښکلې کوي. ژامې پیاوړي کوي، رګونه خلاصوي، زهرجنې مادې خارجوي او مثانې ته هم پیاوړتیا ورکوي.

دا هم ولولئ

د یوه ښه او آرامه خوب د ترلاسه کولو لارې چارې

په نړۍ کې ډېر شمېر داسې کسان شته دی، چې هغوی د شپې تر ناوخته …