کورپاڼه / هنر او کلتور / رندیر کپور له کومې لور سره ډېره مینه لري له کرشمه او کرینه سره؟

رندیر کپور له کومې لور سره ډېره مینه لري له کرشمه او کرینه سره؟

د بالیووډ نامتو اداکار او د کرشمه او کرینه پلار رندیر کپور له رسنیو سره په مرکه کې څرګنده کړې چې هغه پخپلو دواړو لورګانو کې له کومې سره ډېره مینه لري.

رندیر کپور په (ایډین ایډل۱۲) خپرونه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون کړی و او د خپرونې پرمهال د هغه لمسي ورته پخپل لاس لیکل شوی لیک لېږلی و چې په هغې لیکل شوي ول:((بابا زه له تاسره مینه لرم، په ځان پام کوه.))

د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي کله چې رندیر کپور لیک ولوست نو زیاته یې کړه چې زه له خپلو لورګانو ډېر له خپلو لمسیو سره زیاته مینه لرم، بالکل په هماغه ډول لکه نور نېکونه یې چې خپلو لمسیو سره لري.

هغه د خپرونې له تیاروونکو هم ډېره مننه وکړه چې د تیمور کارت یا لیک ورته ور کړ او ویې ویل چې له خپرونې وروسته ځي او نېغ له تیمور سره لېدنه کوي.

د یادولو وړ ده چې رندیر کپور یوازې د دوو لورګانو یعنې کرشمه کپور او کرینه کپور پلار دی. د کرشمه کپور دوه اولادونه دي یوه لور یې سمایره او زوی یې کیان نومېږي او د کرینه کپور بیا دوه زامن دي چې یو یې تیمور علي خان نومېږي.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …