کورپاڼه / جالب / د څاه د کېندلو پرمهال د سل میلونو ډالرو قیمتي ډبره ترلاسه شوې

د څاه د کېندلو پرمهال د سل میلونو ډالرو قیمتي ډبره ترلاسه شوې

په سریلانکا کې په یو کور کې د یوې څاه د کېندلو پرمهال یوه ډېره غټه ډبره ترلاسه شوې چې چې ځای ځای د نیلم قیمتي ډبرې هم لري او ټول ارزښت یې سل میلونه ډالرو سره برابرېږي.

راپورونه وایي چې دا شاید د نړۍ ترټولو لویه ذخیره وي او دا لومړی ځل دی چې په دومره ډېره اندازه نیلم یوځای ته راټول شوي دي. ددې ډبرې ټول وزن ۵۰۰ کیلو ګرامه دی او ۲۵۰ زره قیراطه قیمتي ډبرې لري.

د قیمتي ډبرو کارپوهان دې ډبرې ته (قسمت لرونکې ډبره) وایي چې د قیمتي ډبرو رنګ یې تت نیلي دی. د ډبرې څښتن وایي چې څاه کېندونکو ورته وویل ورته وویل چې دوی یو څه اندازه نیلم ترلاسه کړي او د نیلم په ترلاسه کولو یې یو کال وخت تېر کړی.

راپور زیاتوي له کوم ځای څخه چې دغه ذخیره ترلاسه شوې د هغې ځای نوم رتنا پور دی او د قیمتي ډبرو د ښار په نوم سره یادېږي او له دې ځایه تېر کال تر نیم میلیاردو پورې ډالر ګټه ترلاسه شوې.

ځینې کارپوهان وایي چې دومره غټه ذخیره کله نه ده موندل شوې، که څه هم په دې څېړنې روانې دي خو هیله شته چې دا به د سریلانکا اقتصاد ښه کړي.

دا هم ولولئ

هغه شخص، چې د لاسلیکونو ټاټوګان یې پر ملا جوړ کړي او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ

د امریکا د فلوریډا ایالت اوسیدونکې فنکي مټاس، چې پر ټولنیزو رسنیو ډېر وخت فعال …