کورپاڼه / روغتيا / د کافي په څښلو سره د زړه درزا برابرېږي

د کافي په څښلو سره د زړه درزا برابرېږي

د زړه په درزا کې بې ترتیبي ډېر وخت خطرناکه کېږي، خو اوس د یوې څېړنې له مخې معلومه شوې ده چې هره ورځ له یوې څخه تر دریو پیالو پورې کافي وڅښل شي نو د زړه بې ترتیبي ښه والی مومي.

دغه څېړنه چې په نوولس زرو کسانو باندې تر څو کلونو پورې ترسره شوه. د زړه درزا ته ارټیرییل فلبریشن ویل کېږي چې په لنډ ډول ورته ای فیب ویل کېږي.

د څېړنو له پایلو څرګنده شوې چې هره ورځ په منظم ډول سره له یوې څخه تر دریو پیالو پورې کافي څښل د زړه د درزا خطر تر پنځلس سلنو پورې کمولی شي.

که څه هم دغه څېړنه په نارینه وو ترسره شوې خو په ۲۰۱۰ کال همدغسې یوه څېړنه په ښځو هم ترسره شوې وه او ویل شوي ول چې په دومداره توګه د کافي څښل پخ نارینه کې د زړه د درزا ستونزې تر شل سلنو پورې کموي.

بل لوري د امریکا د زړه د روغتیا ساتنې ټولنه وایي چې کافي د طبیعت په ښه کولو کې مرسته کوي او دماغ فعال او متحرک ساتي. دغه راز کافي څښل د زړه لپاره هم ګټور وي، چې په دې اړه ډېر ساینسي ثبوتونه هم ترلاسه شوي دي.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …