کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند یو ځل بیا د سریلانکایي توپ اچونکو پر وړاندې پاتې راغی او د ۸۲ منډو هدف یې ورته وټاکه

هند یو ځل بیا د سریلانکایي توپ اچونکو پر وړاندې پاتې راغی او د ۸۲ منډو هدف یې ورته وټاکه

سریلانکایي توپ اچونکو په ځانګړي توګه ونیندو هسارنګا ډېره ښه توپ اچونه وکړه او هندي لوبډله یې ډېرو منډو کولو ته پرېنښوده او یوازې یې د ۸۲ منډو هدف ورته وټاکه.

د هند او سریلانکا ترمنځ دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه په کولمبو کې ترسره کېږي. هند د لوبې پچه ګټلې او پخپله یې د توپوهنې پرېکړه کړې.

هند په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو  ۸۱ منډې وکړې، چې له ډلې یې کولدیف یادیو ۲۴ ناسوځېدلې، بونیشور کمار ۱۶ او روټوراج ګایکواډ ۱۴ منډې وکړې.

د سریلانکا له خوا په توپ اچونه کې ونیندو هسارنګا ډېره ښه توپ اچونه وکړه او څلور لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز داسون شناکا دوه، دوشمانتا چمیرا او رامیش منډیس یوه ـ یوه ویکټ واخیستې.

د یادولو وړ ده چې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې هند او په دویمه کې بیا سریلانکا بریا ترلاسه کړه وه او لوبلړۍ یې ۱-۱ سره مساوي روانه ده، خو نن ورځ به یې د لوبلړۍ د ګټلو پرېکړه وشي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …