کورپاڼه / جالب / په هند کې یو بزګر پخپل پټي کې د سني لیون عکس لګولی ترڅو کښت یې له بد نظره وساتل شي

په هند کې یو بزګر پخپل پټي کې د سني لیون عکس لګولی ترڅو کښت یې له بد نظره وساتل شي

د نړۍ هر بزګر د خپل کښت یا فصل په اړه په فکر کې وي، چې په دې لړ کې په هند کې یو بزګر ددې لپاره چې کښت یا فصل یې له بد نظر څخه وژغورل شي د سني لیون له عکس څخه ګټه اخیستې ده.

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې ویل کېږي چې د هند د اندرا پردیش ایالت د نیلور د ولسوالۍ په یو کلي کې یو بزګر پخپلو پټیو کې بند ګلپي، ګلپي، مرچک او نور سبزیجات کرلي دي.

د دغه بزګر کښت ډېر غوره او تر لس جریبو پورې پراخه دی، چې په همدې سره د کلي خلک یاهم لاروي چې کله په لاره تېرېږي نو د هغې په اړه پخپلو کې سره خبرې کوي.

بزګر په دې وېره کې د چې د خلکو بد نظرونه به د هغه کښت یا فصل تباه کړي، نو ددې لپاره چې له ستونزو وژغورل شي او فصل یې هم ښه وي نو د هندۍ اداکارې او موډلې یو غټ عکس یې په پټي کې لګولی دی.

د بزګر موخه داده چې د خلکو سترګې د فصل پرځای د سني لیون پر عکس پرېوځي او بزګر ویلي دي چې د هغه دغه کړنه ډېره ګټوره تمامه شوه او اوس خلک د فصل پرځای سني لیون ته ګوري.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي ولې تړل شوی دی؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کوهلي یو داسې عکس په دې ورځو …