کورپاڼه / خبرونه / ځینې مشهور لوبغاړي د کرکټ بورډ پر ضد راپورته کېږي
د افغانستان کرکټ بورډ

ځینې مشهور لوبغاړي د کرکټ بورډ پر ضد راپورته کېږي

په افغانستان کرکټ بورډ کې یو ځل بیا ناندرۍ زیاتې شوې دي او ویل کېږي، چې د ملي لوبډلې یو شمېر مشهور لوبغاړي د کرکټ بورډ مشرتابه پر ضد راپورته کېږي.

کرکټ بورډ په دې وروستیو کې د یو شمېر بدلونونو شاهد هم و، چې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ څخه لیرې شو او حشمت الله شهیدي او راشد خان د نویو لوبډلمشرانو په توګه وټاکل شو.

خو ځینې سرچینې وايي، چې هغه لوبغاړي چې د کرکټ بورډ د عمومي رییس فرهان یوسفزي پر ضد راغونډ شوي دي، د هغوی مشري بیا ګلبدین نایب کوي.

بلخوا دا هم ویل کېږي چې د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان له دندې لیرې شوی دی او هغه هم له دې لوبغاړو سره لاس یو کړی او یا هم د دوی د تحریک تر شا ولاړ دی.

که څه هم کرکټ بورډ یا بل چا په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو زموږ معلومات وايي، چې د کرکټ بورډ مشرتابه هم دې چارې پرېشانه کړی دی او هڅه کوي چې یاد لوبغاړي ارامه کړي.

دا هم ولولئ

هغه لوبغاړي چې د دوو لوبډلو لپاره یې نړیوال جامونو کې برخه اخیستې ده

دا د هر لوبغاړي هیله او ارمان وي چې په نړیوال جام کې د خپلې …