ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا له طالبانو څخه غوښتنه کړې ده، چې د سیاسي حللارې لپاره دې راشي، هغه وویل که دوی فکر کوي چې دا هېواد به زور ته تسلیم شي، نو دوی دې له سره فکر وکړي.
ولسمشر غني نن د زمري ۷مه نېټه د ملي بېرغ ورځ د نمانځنې پر مهال په خپلو خبرو کې وویل، چې طالبان چې زور ته نه تسلیمېږي، نو د افغانستان نظام هم زور ته نه تسلیمېږي.
نوموړي وویل، که طالبان د تورې په قضاوت باور لري، نو دفاعي او امنیتي ځواکونه هم د ځواب ورکولو ته چمتو دي، خو زور نتیجه نه ورکوي او سیاسي حللاره باید غوره شي. هغه وویل چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هېڅ ملي پروژه په افغانستان کې نه ده عملي شوې.
ولسمشر غني ولس ته هم ډاډ ورکړ، چې دوی د عمل پلان جوړ کړی دی او ډېر ژر به په روان وضعیت کې بدلون راشي، خو په سوله یې هم ټینګار وکړ.
د یادولو وړ ده چې طالبان د سولې د راتګ لپاره د اشرف غني د واک ختمېدو شرط ایښی دی، خو ولسمشر غني بیا وايي، چې هغه طالبانو ته له وخت څخه د مخکې ټاکنو وړاندیز کړی دی.