کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سریلانکا د هند لوبډلې ته شرموونکې ماتې ورکړه او حساب یې هم ورسره برابر کړ
سریلانکا لوبډله

سریلانکا د هند لوبډلې ته شرموونکې ماتې ورکړه او حساب یې هم ورسره برابر کړ

سریلانکا په دریمه شل اوریزه لوبه کې د هند پر وړاندې زبردسته لوبه ترسره کړه او په لوبه کې یې د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه، چې له دې سره یې د لوبې تر څنګ لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د هند او سریلانکا ترمنځ دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه په کولمبو کې ترسره شوه، د لوبې په پیل کې هند پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

هند په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۸۱ منډ وکړې، چې له ډلې یې کلدیپ یادو ۲۳ ناسوځېدلې، بوینشور کمار ۱۶ او روټوراج ګایکواړ ۱۴ منډې وکړې. د سریلانکا له خوا ونیندو هسارنګا ۴، داسون شناکا ۲، رامیش مینډس او دوشمانتا چمیرا ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۸۲ منډو هدف د سریلانکا لوبډلې په ۱۴.۳ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۷ ویکټو په ستر توپیر یې په لوبه کې بریا خپله کړه.

د دوی له خوا دنانجایا ډي سلوا ۲۳ ناسوځېدلې، مینود بهانوکا ۱۸ او ونیندو هسارنګا ۱۴ ناسوځېدلې منډې وکړې. د هند له خوا راهول چاهار ۳ لوبغاړي وسوځول.

د ۳ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ کې سریلانکا په ۲-۱ سره بریا خپله کړه. تر دې مخکې بیا د ۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ کې هند د ۲-۱ سره بریا خپله کړې وه.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …