کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نبي او راشد دواړو ۲-۲ ویکټ ترلاسه کړې، خو لوبه د راشد خان لوبډلې وګټله
راشد خان او محمد نبي

نبي او راشد دواړو ۲-۲ ویکټ ترلاسه کړې، خو لوبه د راشد خان لوبډلې وګټله

پرون د سل توپونو سیالیو کې د راشد خان او محمد نبي د لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې راشد خان او محمد نبي دواړو ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې، خو په لوبه کې د راشد خان لوبډلې بریا خپله کړه.

د دي هنډریډ سیالیو ۱۰مه لوبه د ټرینټ روکیټس او لندن سپیرټ ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې لندن سپیرټ پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.

ټرینټ روکیټس په ټاکلو ۱۰۰ توپونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۳ منډې وکړې، چې له ډلې یې ډارسي شورټ ۶۹ ناسوځېدلې او الیکس هیلس ۲۱ منډې وکړې. د لندن له خوا محمد نبي ۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۲۴ منډو هدف په تعقیب کې د لندن سپیرټ لوبډلې په ټاکلو ۱۰۰ توپونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۶ منډې وکړې او د ۷ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوی له خوا ریلوف وان در میروي ۲۵ ناسوځېدلې، ایون مورګن ۱۸، جوش انګلیس ۱۳ او محمد نبي ۱۰ منډې وکړې. د روکیټس له خوا سمیت پټیل او میتیو کارټر ۳-۳ او راشد خان ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ډارسي شورټ ته ورکړل شوه.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …