کورپاڼه / خپلواک / د پاکستان لوبډلمشر وايي، اسټراليا به په خپل کور کې ماتوو
اظهر علي

د پاکستان لوبډلمشر وايي، اسټراليا به په خپل کور کې ماتوو

خپلواک وېبپاڼه (۲۰ نومبر ۲۰۱۹): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ لوبو لوبډلمشر اظهر علي وايي، چې د اسټراليا کنډېشن ډېر بدل او ګران دی، خو دوی به د لوبې د بريا لپاره مېدان ته کوز شي.

هغه په خپلو خبرو کې وايي، چې په پاکستانۍ لوبډله کې دومره وړتيا شته چې د اسټراليا لوبډلې ته په خپل کور کې ماته ورکړي. هغه وايي چې د دوی په لوبډله کې نوي هلکان شامل دي او هغوی د خپلې وړتيا ښکاره کولو په تمه دي. نوموړی وايي، چې په تمریناتي لوبه کې هم موږ د ګټې په پوزيشن کې و.

اظهر علي وايي، چې زه هېڅ داسې لامل نه وينم چې په ټېسټ لوبلړۍ کې بريا خپله نه کړو. هغه وايي چې موږ به زړوره لوبه ترسره کړو او هر چېلنج به ځان ته اسان کړو.

دا په داسې حال کې ده چې اسټراليا او پاکستان د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ هم ترسره کړه چې اسټراليا پکې په ۲-۰ سره بريا خپله کړه. د دغه لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله بې پايلې پای ته ورسېده، ګني هغه هم د اسټراليا په بريا روانه وه.

همدا راز په ټېسټ سياليو کې د اسټراليا لوبډله اوس مهال ډېره ښه روانه ده او تر وروستي ايشيز سياليو کې د ښې لوبې له امله هغوی ايشيز لوبلړۍ هم وګټله او همدا راز پرلپسې برياوې خپلوي.

بل لوري ته د پاکستان د غوراوي کمېټې مشر مصباح الحق پاکستاني لوبغاړو ته مشوره ورکړې ده، چې خپل ټول فوکس دې په سټيو سميت وکړي، ځکه که هغه دوی په وخت وسوځاوه، نو پاکستان کولای شي چې په لوبه کې بريا خپله کړي، خو که يې د سټيو سميت مخه ونه نيولای شوه، نو بيا به ورته په لوبو کې بريا خپلول ډېر ګران وي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …