کورپاڼه / خبرونه / کیمیا یوسفي د المپیک په لوبو کې یو نوی ریکارډ پخپل نوم کړ

کیمیا یوسفي د المپیک په لوبو کې یو نوی ریکارډ پخپل نوم کړ

کیمیا یوسفي د المپیک په لوبو کې د افغانستان له لورې د ګړنډۍ یا تېز مزلې انجلۍ نوی ریکارډ پخپل نوم کړ.

د ۲۰۲۰ کال د المپیک لوبې چې د کورونا وایروس په سبب ځنډېدلې وې، د روان ۲۰۲۱ کال د زمري په لومړۍ (جولایۍ ۲۳مه) نیټه پیل شوې وې او ځینو افغان لوبغاړو هم پکې ګډون کړی دی.

په دې لړ کې کیمیا یوسیقي د سل میترو فاصله په  ۱۳ ثانیو او د ثانیې په ۲۹ سلنه یا برخه کې ووهله او د اتلتیک په سیالیو کې کې یې د نهه ګډون کوونکو لوبغاړو ترمنځ، د لومړنۍ مرحلې په اول ګروپ کې، اووم مقام خپل کړ.

له دوې وړاندې د هغې دغه ریکارډ د ۱۳ ثانیې او د ثانیې ۳۳مه سلنه یا برخه وه او په دې سره کیمیا یوسفي د المپیک په لوبو کې یو نوی ریکارډ پخپل نوم سره ثبت کړ.

د یادونې وړ ده چې د ۲۷ لوبغاړو یا ورزشکارانو ترمنځ د دویم او دریم ګروپونو د سیالیو د ختمېدو وروسته، کیمیا یوسفي پنځه هیوادونه شاته کړي او ۲۲ مقام یې خپل کړ.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …