کورپاڼه / بېلا بېل / پاکستان کې له یو ملا سره د نجونو زرګونه عکسونه نیول شوي، چې بلېک مېلنګ به یې پرې کاوه
ملا امام

پاکستان کې له یو ملا سره د نجونو زرګونه عکسونه نیول شوي، چې بلېک مېلنګ به یې پرې کاوه

پاکستاني پولیسو هغه ملا امام نیولی دی، چې د نجونو زرګونه عکسونه ورسره و او په دې عکسونو به یې دغه نجونې بلېک مېل کولې.

د پاکستان د اردو پواینټ وېبپاڼې د راپور په وېنا، د فېصل اباد د یو جومات ملا امام پولیسو نیولی دی، چې په موبایل کې ورسره د نجونو زرګونه عکسونه و او په دې به یې دغه نجونې بلېک مېل کولې.

دغه ملا امام چې نوم یې عنایت رسول دی، زیاتره ورسره د پوهنتون د زده کړیالو نجونو عکسونه و. دې نجونو ته به هغه اخطار ورکاوه، چې عکسونه به یې په انټرنېټ کې خپاره کړي.

د فېصل اباد پولیس وايي، چې د یوې ښځې له شکایت وروسته یې دغه ملا امام نیولی دی او له هغه سره یې په موبایل کې د نجونو زرګونه عکسونه هم نیولي دي.

پولیس وايي، چې د یاد ملا امام پر ضد یې عریضه ثبت کړې ده او څېړنې یې پیل کړي دي. بلخوا ځايي خلک بیا د دغه ملا امام له دې حرکت څخه خبرېدو وروسته له حکومت نه غوښتنه کوي، چې ژر او سخته سزا دې ورکړل شي.

دا هم ولولئ

په لرغوني مصر کې به جسد څه ډول مومیایي کېده؟

هسې خو په نړۍ کې داسې ډېر اشخاص شته، چې هغوی تر اوسه پورې د …