کورپاڼه / جالب / په هند کې یو شخص خپلې ناوې ته اجازه ورکړئ چې له خپل عاشق سره دې واوسېږي

په هند کې یو شخص خپلې ناوې ته اجازه ورکړئ چې له خپل عاشق سره دې واوسېږي

په هند یوه ډېره په زړه پورې خو حیرانوونکې پېښه رامنځته شوې، چېرته چې یو خاوند خپلې میرمنې ته اجازه ورکړې چې خپل عاشق سره دې واوسېږي.

د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه پېښه د هند د جارکنډ ایالت په مرکز رانچي کې رامنځته شوې او یوه ځوانه انجلۍ له واده اوولس ورځې وروسته خپل خاوند پرېښود او خپل عاشق ته ورغله.

کله چې تر څه وخته پورې ناوې نه وه، نو هلک د انجلۍ کورنۍ ته خبر ورکړو، چې بیا هغوی د انجلۍ د عاشق په کور چاپه ووهله او ناوې یې هلته وموندله.

راپور زیاتوي چې دغه انجلۍ له واده وړاندې په کوم هلک مئینه وه، خو کورنۍ یې ورسره نه وه خوښه او په زور یې له بل سره واده وکړه. انجلۍ له واده وروسته هم خپل عاشق پرېنښود او اړیکه یې ورسره لرله. د انجلۍ عاشق وایي چې کورنۍ په اړه پوهېده خو بیا یې هم بل چاته واده کړه.

کله چې انجلی وتښتېده نو دواړو کورنۍ پرېکړه وکړه چې هغه دې له خپل عاشق سره واوسېږي او د جولایۍ په ۲۰ مه د پولیسو په حوزه کې هغوی تړون وکړ چې د انجلۍ خاوند ورته اجازه ورکړې او عاشق به هم د انجلۍ خیال ساتي.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …