کورپاڼه / بېلا بېل / ماشومان ولې دروغ وایي او د حل لاره یې څه ده؟

ماشومان ولې دروغ وایي او د حل لاره یې څه ده؟

کله چې تاسې د خپلو ماشومانو د دروغ ویلو عادت وینئ نو د ځور، غوسې او ناهیلي احساس درته پیدا کېږي، چې دا یوه عادي خبره ده، خو په دې هم باید پوه شو دروغ ویل د کوم ماشوم طبیعي ستونزه هم کېدلی شي چې باید دغه ستونزه حل شي.

د ډېرو ماشومانو لپاره دا کوم عیب یا اخلاقي ستونزه نه ده، خو دا د والدینو دنده ده چې د هغوی خپل دروغجن ماشومان وګوري ترڅو له ستونزو یې په آسانۍ وژغورلی شو، خو دا چې ماشومان ولې دروغ وایي دلته به یې ولولو:

فرض کړئ تاسې خپل ماشوم په یوه داسې ستونزه کې اچولی چې هغه یې ترسره کول نه غواړي یا یې سرغړونه کړې وي، نو په داسې حالاتو کې چې د هغوی د ژغورنې بله لار ونه لري نو دروغ وایي.

ځینې ماشومان ددې لپاره چې د خپل ژوند یوه برخه یې له والدینو باید بېله وي، دروغ وایي، چې دا بالکل عامه خبره ده خو ځینې وخت په معمولي خبرو هم بې ځایه دروغ ویلی شي او ځینې د کورنۍ د سختو اصولو په سبب هم ماشوم دروغ وایي.

دغه راز ځینې ماشومان د خپلې خوښې لپاره هم دروغ وایي او ډېر وخت خپلو ملګرو ته د هغه شیانو په اړه حقیقت پټوي چې نه یې خوښېږي او ځینې ماشومان ددې لپاره هم دروغ وایي چې د نورو پام د ځان پر لور را واړوي او له ځانه کېسې جوړوي.

ځینې ماشومان د یو څه په اړه وایي چې دا شی مې خوښېږي، خو وروسته بیا وایي چې نه دا مې نه خوښېږي چې دا یو متضاد حالت دی او والدین باید ورته پاملرنه وکړي او دغه ستونزه ور حل کړي او کله چې تاسې پوه شوئ چې ماشوم مو دروغ وایي نو سمدستي ځواب مه ورکوئ، بلکې د حل لاره ورته پیدا کړئ.

له هر وړاندې له ځان سره وړاندوینه وکړئ چې زما غبرګون به پر ماشوم څه ډول اغېز وکړي، د ماشوم خبرې واورئ او بیا ورته حل پیدا کړئ او علت یې معلوم کړئ هغوی ولې دروغ وایي او اجازه ور کړئ چې په اړه یې وضاحت ورکړي.

دا هم ولولئ

میرمنې د ماشوم د زېږون او روزنې پرمهال له کومو ننګونو سره مخ کېږي؟

د یوې تازه او څېړنېز سروې پر اساس له میرمنو د ماشومانو د زېږون او …